فیصل: پاکستان له امريکا سره پر مختلفو چارو خبرې کوي

د پاکستان بهرنېو چارو وزارت وايي چې له امريکا سره يې د افغانستان او د سېمې حالاتو په ګډون پر پاکستانيو ډېپلوماټانو لګول شويو بندېزونو او په نورو مهمو چارو خبرې روانې دي.

د زیارت په ورځ اونیزې خبري غونډې پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فېصل وويل له امريکا سره چې پرله پسې زموږ کومې رابطې او خبرې اترې روانې دي نو د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امريکا د خارجه وزارت استازې اېلس وېلز پاکستان ته د ورتګ پرمهال په مختلفو چارو چې له یو بل سره اړه لري تفصيلي خبرې وشوې.

ډاکټر فېصل زياته کړه" د کرنل جوزف شحړې علاوه د مې لومړۍ نېټې څخه امريکا کې چې د پاکستانيو ډېپلوماټانو پر تګ راتګ کوم بنديزونه لګېږي په دغه لړ کې ورسره په تفصيل خبرې وشوې او دواړه غاړې په دې سلا شولې چې د مذاکراتو دا لړۍ به جاري ساتو او هيله منديو چې څه ښه پرمختګ به پکې وشي."

د ذکر ده چې د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امريکا د خارجه وزارت استازې اېلس وېلز په روانه مياشت کې د پاکستان دا دوېمه دوره وه.

مشال راډيو چې کله د باهرنېو چارو کارپوه اعجاز خټک نه تپوس وکړو چې د دواړو هېوادونو چارواکي پرله پسې د یو بل د ملک دورې کوې خو د مذاکراتو څه کوټلي نتايج نه راوځي د دې څه وجه ده؟

نو نوموړې وايي چې د دې غټه وجه بې باوري ده ځکه چې په مختلفو معاملو کې دواړه ملکونه پر یوه بل اعتبار نه کوي او ترڅو چې بې باوري وي نو مذاکرات نه شي کاميابېدلی.

د یادونې ده چې واشنګټن د مې له لومړۍ نېتې څخه امریکا کې د پاکستاني ډېپلوماټانو نقل و حرکت محدوده کولو اراده لري خو بل پلو پاکستاني چارواکي وايي له امریکا سره په رابطه کې دي او هیله ده چې دا مسله به ژر هواره شي.