بلوچستان: سیاسي ګوندونه له هزاره ګانو سره عملي احتجاج ولې نه کوي؟

په کوټه کې د هزاره قبیلې د مېرمنو احتجاج

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د هزاره ټولنې د وګړو د هدفي وژنو پرضد احتجاج دوام لري. په دوي کې یوې فعالې جلیله جېدر د نه خوړلو هړتال کړی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې هزازه وګړي د خپلو وژنو پرضد احتجاج کوي بلکې تر دې وړاندې یې هم احتجاجي لاریونونه ، جلسې او پرلتونه کړي دي.

په بلوچستان او په ځانګړی توګه کوټه کې هزاره وګړو په داسې وخت کې هړتال کړی دی چې په دې ورستیو کې یو ځل بیا د یادې قبیلې د وګړو هدفي وژنې زیاتې شوې دي.

دوي وايي ، د پاکستان پوځ دې دوي ته باور ورکړي چې نور به یې بې ګناه وګړي په هدفي وژنو او نورو بریدونو کې نه وژل کېږي.

د بلوچستان سیاسي ګوندونو زیاتره وخت تر داسې بریدونو وروسته د غندنې بیانونه خپاره کړي او دا یې ترهګري بللې ده خو کله چې هزاره ګان احتجاج پیل کړي نو بیا دا سیاسي ګوندونه ورسره په عملي توګه احتجاج نه کوي.

د جمعیت علما اسلام ف مخکښ حافط حسېن احمد وايي ، هر ګوند د خپلې تګلارې په رڼا کې د احتجاج کولو پرېکړې کوي.
حافظ حسېن احمد وویل، دوي یاید لومړی له ټولو سیاسي ګوندونو سره سلامشوره کړې وای او بیا یې داسې احتجاج پیل کړی وای.

ده وویل، “چې کوم کسان د دې اوسني احتجاج مشري کوي دا د هغوی زمه واري ده چې د سیاسي ګوندونو ځايي مشران په اعتماد کې واخلي ځکه چې تر څو د یو ګوند مشرتابه پرېکړه نه وي کړې تر هغه وخته د ګوند غړي په داسې احتجاجونو کې رول نشي لوبولای.”

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ رحیم زیارتوال وايي ، دوي تل د هزاره وګړو د وژل کېدو غندنه کړې ده او د هغه پرضد یې غږ پورته کړی دی.

خو دی هم دا دیلیل وړاندې کوي چې د احتجاج کوونکو هزاره وګړو له خوا باید سیاسي ګوندونو ته بلنه ورکړل شي.

زیارتوال وویل، “دوي تر اوسه پر سیاسي ګوندونو د مرستې کولو غږ نه دی کړی خو بیا هم که چېري دا احتجاج دوام کوي نو به سیاسي ګوندونه له خپلو تګلارو سره سم له دوي سره مرستې کولو ته حکمت عملي جوړوي.”

د بلوچستان نشنل ګوند منګل ډلې مخکښ اغا حسن بلوڅ ادعا وکړه چې د دوي د ګوند هزاره غړي په دې احتجاج کې شامل دي.

نوموړي وویل، “زموږ د ګوند مرکزي مشران لکه ډاکټر رمضان هزاره ، د قومي اسمبلۍ پخوانی غړی سید ناصر علي شاه او هم داسې پر علمدار سړک او مري اباد سیمه کې زموږ د ګوند غړي په دې احتجاج کې ناست دي.”

د هزاره ډیموکرېټک ګوند مخکښ عبدالخالق هزاره وايي ، دوي نه یوازې د سیاسي ګوندونو له مشرتابه ګیله من دي بلکې د کوټې له عام ولس څخه هم ګیله لري.

عبدالخالق هزاره زیاته کړه، “پخوا به د کوټې خلک یو په بل خفه کېدل خو اوس پر فرقه ییز او نسلي بنیاد داسې وېشل شوي دي چې کله هدفي وژنې وشي نو خلک یوازې او یوازې دا وايي چې هزاره ګان وژل شوي دي او څو وژل شوي دي.”

د بلوچستان پر حالاتو نظرلرونکی خبریال سید علي شاه د دې خبرې پخلی کوي چې سیاسي ګوندونه په عملي توګه د هزاره ګانو د وژنو ضد احتجاج کې برخه نه اخلي.

علي شاه وویل، “دلته چې د هر قبیلې او مسلک د خلکو وژنه کېږي نو سیاسي ګوندونه یوازې د بیان تر ورکولو او غندنې کولو محدود وي او یوازې هغه څوک احتجاج ته راوځي چې په نښه شوي وي هغه نور ټول ورباندې خاموشه وي.”

په بلوچستان کې د هدفي وژنو لړۍ له کلونو راهسې روانه ده چې په ځانګړې توګه هزاره وګړي پکې په نښه کېږي چې تر اوسه پکې په سلګونه کسان وژل شوي او ټپي شوي دي.