بلاول بټو: اسلام اباد بې له محرومۍ بلوچستان ته نور څه نه دي ورکړي

د پاکستان پیپلز ګوند چیرمین بلاول بوټو زرداري ویلي دي چې اسلام اباد بې له محرومۍ بلوچستان له نور څه نه دي ورکړي.

د جعمې په ورځ د کویټې د هاکۍ په میدان کې یوې لویې ولسي غونډې ته د وینا په وخت نوموړي زیاته کړه چې په کویټه کې هزاره وژل کېږي او د خضدار او مستونګ نه د بلوچیانو مړي موندل کېږي.

هغه پوښتنه راوچته کړه چې ایا د ترهګرۍ خاتمه دې ته وايي؟

بلاول بوټو وویل د چین پاکستان اقتصادي منصوبه د هغوي ګوند پاکستان ته راوړی وه.

د پیپلز ګوند مشر وویل تر کومه چې د ترهګرۍ پرضد قامي کړنلاره عملي شوي نه وي نو هغوي به يې پرضد اواز وچتوي.

نوموړي د کویټې علمدار سړک ته هم لاړ او هلته يې په هدفي وژنو کې د وژل شویو له کورنیو سره خپله غمرازي وکړه.