پرون مازیګر په اسلام اباد کې د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ د قبایلي سیمو د اییني حیثیت د بدلون په اړه د سیاسي مشرانو دویمه غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د قامي اسمبلۍ سپیکر ایاز صادق او له اپوزیشن مشر سید خورشید شاه علاوه د جماعت اسلامي، عوامي نیشنل ګوند، تحریک انصاف، اېم کیو اېم پاکستان، نیشنل پارټۍ، جمیعت علمای اسلام (ف) او پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاستوالانو ګډون وکړ.
د وزیراعظم مشاور امیرمقام بېګا مشال راډیو ته وویل، شاوخوا ټول ګوندونه په خیبر پښتونخوا د قبایلو د ورګډولو په حق کې دي البته پرونۍ غونډه پر دې موضوع د جمیعت علمای اسلام (ف) او پښتونخوا ملي عوامي ګوندونو د اعتراضونو له کبله بې له نتیجې پای ته ورسېده.
دواړه ګوندونه وايي چې په قبایلو کې تر هر ډول بدلون مخکې دې د هغو سیمو له ټول ولسه رایه واخیستل شي.