ایران وايي، د هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف به نن د شنبې په ورځ د اټومي موافقې په اړه د خبرو په نیت،چین ، روسي او بلجیم ته سفر پېل کړي.
دا خبر د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت دویاند په حواله خپور شوی دی.
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې، فدریکا موغریني هم ویلي چې د نهې په ورځ به د جرمني، فرانسې او بریتانیې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په برسلز کې غونډه وکړي.
د موغریني له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر به هم په دې ناسته کې برخه اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د جرمني چانسلرې انګېلا مېرکل د جمعې په ورځ په جرمني کې یوې مذهبي غونډې ته په وینا کې ویلي چې د ایران له اټومي موافقې د امریکا د وتلو فیصله به پر نړیوال نظام باور زیانمن کوي.
د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ د تېرې نهې په ورځ اعلان وکړ چې له ایران سره له اټومي موافقې به ووځي.
اروپايي هېوادونه هڅه کوي چې پر ایران د امریکا د سختو بندیزونو وروسته په دغه هېواد کې خپلې کمپنۍ یا کاروبارونه خوندي کړي.
د بریتانیې د وزیراعظمې تیریسا مۍ ویاندې ویلي چې پرون وزیر اعظمې له ولسمشر ټرمپ سره د ټیلیفون د لارې خبرې کړي او ورسره يې په دې موضوع بحث کړې چې په ایران د امریکا د بیا لګول شویو بندیزونو وروسته به په اروپايي کمپنیو څه اغیز پریوځي.
ویاندې زیاته کړی ولسمشر ټرمپ په دغه اړه خبرو ته رضا شوی دی.
اروپايي مشران غواړي چې د ایران اټومي موافقه ژوندۍ وساتي.
بریتانیې ، فرانس ، جرمني ، روسي او چین ویلي چې لوظنامې ته به ژمن پاتې کېږي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، تر هغه وخته به لوظنامې ته ژمن پاتې کېږي تر کومه چې يې ایراني اقتصاد ته ګټه رسي.