د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د دفاع وزیر خرم دستګیر خان ته د بهرنیو چارو د وزیر دنده هم سپارلې ده.
د وزیراعظم دفتر د شنبې په ورځ ویلي چې وزیراعظم نوموړي ته د بهرنیوچارو وزیر دنده هم ورکوي او دا په سمدستي توګه عملي ده.
خرم دستګیر ته دا دنده له هغې وروسته ورکړل شوې چې تیره اوونۍ یو عدالت د بهرنیو چارو پخوانی وزیر خواجه اصف د پارلیمان د غړيتوب لپاره نااهله وګرځواوی.