افغان چارواکي وايي، د غزني ښار له څنډو حکومت ضد وسله وال پر شا شوي دي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري بېګا مشال راډیو ته وویل چې له تیرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د ښار په نژدې سیمو کې هېڅ راز امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې او اضافي سرتېرې په متاثره کیدونکو سیمو کې ځای پر ځای دي.
د سېشنبې په ورځ د غزني په یوشمېر ولسوالیو، قره باغ، زنخان، اندړو، ګیلان او چغتو کې جګړې وې.
د راپورونو له مخې د دې جګړو په ترڅ کې ۳۲ افغان سرتیرې او نژدې ۵۰ طالبان ووژل شول.