د ایټمي وسلو د څار نړیوالې ادارې ویلي د امریکا له خوا ایټمي لوظنامې پر وتلو سربېره ایران خپل ایټمي پروګرام د لوظنامې په چوکاټ کې دننه ساتلی دی.
انټرنیشنل اټامک انرجي ایجنسۍ دا خبره د پنجشنبې په ورځ له هغه وروسته په لومړي رپوټ کې کړې ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په روانه مې میاشت کې د ایران له ایټمي لوظنامې د وتلو اعلان کړی وو.
رپوټ لیکي چې ایران د یورانیمو غني کولو او ذخیره کولو په اړه د هغو حدونو پابندي کوي کوم چې د ۲۰۱۵م کال په ایټمي تړون کې ټاکل شوي وو.
بل خوا نړیوالې ایجنسۍ په ایران د ایحنسۍ د اضافي پروټوکول د لاندې د معاینې لپاره بې له شرطه د رسایۍ په اړه په چټک ګام نه وچتولو نیوکې هم کړې دي ، ایران د لوظنامې د لاندې دغه عملي کوي.