د خیبر پښتونخوا اقلیتونه د ستونزو هواری غواړي

د عیسوي ماشومانو پخوانی عکس

د خېبر پښتونخوا د اقلیتونو استازو د بشري حقونو قامي کمیشن له غړیو سره لیدلي او د دوي د مسلو هوارولو غوښتنه يې ترې کړي ده.

د اقليتونو يو استازي بابا جي ګورپال سنګ د دې ملاقات په اړه تیره ورځ مشال ته وويل، په دې غوښتنو کې د شمشان ګاټ جوړول، د نوکریانو لپاره د پینځه فيصده کوټه زیاتول، په تعلیم کې اسنتیاوې ورکول او ځېنې نورې شاملې دي.

د اقلیتونو د استازو په وینا، د بشري حقونو قامي کمیشن ورته د مسلو د هوارولو بارو ورکړې دی.