پراګ ـ د قبایلي سیمو روغتیايي کار کوونکې وايي له تېر نږدې یو کال راهېسې دوی د پولیو په بهیر کې خدمتونه وړاندې کوي او روغتیايي چارې پر مخ وړي خو معاشونه ورته نه دي ورکړل شوي.
د کوزې کرمې عقېق جان وایي، دا لومړی ځل نه دی چې دوی مظاهره کړې. هغه وایي دوی په مارچ کې هم مظاهره کړې وه، او له دې سره سره په غلنۍ او خېبر اېجنسۍ کې هم ښځینه روغتیایي کارکونکیو په څو څو وارې حکومتي چارواکیو ته د خپلو غوښتنو لپاره غږ پورته کړی دی:
((موږ پرامنه مظاهره کړې وه او پوښتنه مو کوله چې ولې تر اوسه موږ ته تنخواګانې رانکړل شوې؟ د تېر کال د جولای راهېسې زموږ تنخواګانې بندې دي، اوس یي راته ویلي چې دغه مسله به زر حل شي.))
د مومندو ګلشن بي بي وایي، هره ورځ روغتون ته ځي، په ورکشاپونو کې شرکت کوي او د پولیو مهم پر مهال کور په کور ګرخي خو تنخوا یي نشته:
((۱۱ میاشتې وشوې چې تنخاګانې یې نه دي راکړي، د خپلو غوښتنو لپاره مو مظاهرې هم کړې دي خو د کار نه مو انکار نه دی کړی. موږ ته په کور کې هم اوس خلک خبرې کوي چې بغېر د تنخاګانونه کار کوئ.))
ګلشن بي بي وایي نوکري یي هم اوس پخه شوې ده خو تنخا نه لري.
بلخوا د فاټا سېکټرېټ د صحت څانګې مشر ډاکټر جواد حبیب خان وایي، دوی ته مالومه ده چې په فاټا کې د محکمه صحت سره کار کوونکې ښځې کارکونکې مسئلې لري، دوی د دغو ټولو کارکونکیو د کار په اړه د مالوماتو راغنډولو عمل نږدې سر ته رسولی دی او تمه ده په راروانه میاشت کې دوی ته ټولې تنخاګانې په یو ځای ورکړل شي:
((د دوی تنخاګانې له ډېرو میاشتو نه بندې دې. لومړی د دوی د مستقل کېدو مسله وه، او بیا د فنډ، خو اوس موږ ته فنډ راغلی دی، نو امکان دی چې ډېر زر دا مسئله هواره شي.))
ډاکټر جواد حبیب وایي یوه ښځینه صحي کارکووونکې باید د هماغه کلي اوسیدونکې وي په کوم کې چې هغه کار کوي. دی زیاتوي، د دغې کارکوونکې مسولیت به دا وي چې د هرو زرو کورونو د شځو د صحت په اړه به معلومات ساتي. ده دا هم وویل چې د یادو مېرمنو ستونزه به زر هواره کړي.