سېنسرشېپ هېواد ته تاوان رسوي: شاهد خاقان عباسي

د بې پولې خبریالانو سازمان د مې پر ۱۸مه د ډان ورځپاڼې پر ترسیل د بندیزونو خبر ورکړ

پراګ - د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د چارشنبې (مې ۳۰مه) پر ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د ورځپاڼو ټولنې د جایزو (انعامونو) کلنۍ غونډې ته په وینا کې وویل، د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ واکمن اېتلاف هېڅکله پر رسنیو د بندیزونو یا د خبرونو د سېنسرولو ملاتړ نه دی کړی.

ده وویل: ((په اوسنۍ جدیده دنیا کې سېنسرشېپ نه چلېږي. تاسې [خبریالان] پر دې ښه پوهېږئ. پخوا چې د خبرونو سېنسرول ممکن هم وو، تقریباً هېڅ اثر به یې نه لاره. اوس چې د ټولنیزو رسنیو دور دی او خلک کولای شي چې له انټرنېټه په ډېرو نورو طریقو معلومات تر لاسه کړي، نو سېنسرشېپ بې ګټې کار دی. کېدای شي دا یو څه لنډمهالې ګټې ولري یا موضوع بل لوري ته واړول شي، خو دا هېڅکله د هېواد په ګټه نه وي.))

شاهد خاقان عباسي دا خبرې پر داسې وخت کړې دي چې د خبریالانو او رسنیو د دفاع یو شمېر نړیوالو او پاکستانیو ټولنو ویلي، د ۲۰۱۸ز کال له پیل راهیسې په هغه هېواد کې رسنۍ له فشار سره مخامخ شوي او ورباندې بندیزونه زیات شوي دي.

عباسي وویل، رسنیو ته هم د خبریالۍ د اصولو پابندي کول ضروري دي

د بې پولې خبریالانو سازمان د ۲۰۱۷ز په کلني رپورټ کې هم ویلي چې پاکستان د رسنیو د ازادۍ له پلوه په نړۍ کې پر ۱۳۹م مقام دی چې ښيي، رسنۍ او خبریالان له یو شمېر مشکلاتو او خطرو سره مخامخ دي.

اړوند موضوعات:

د پاکستان پارلېمان غړي د رسنیو د ازادۍ لپاره د قانون جوړونې ملاتړ کوي

له پاکستانیو پوځي چارواکو سره تر لیدو پس جیو ټي وي بحال

د خبریالانو خوندیتوب ادارې په پاکستان کې د مشال راډیو تړل غندلي

همدې سازمان د مې پر ۱۸مه په یوه بیان کې ویلي چې د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼه د هېواد په یو شمېر سیمو کې په ازادانه توګه ترسیل نشي کولای او تر بندیزونو لاندې راغلې. په همدې میاشت کې، د پاکستان د برېښنايي رسنیو د انتظام ادارې (پېمرا) ټېلېوېژنونو ته امر وکړ چې د امریکا غږ او بي بي سي اردو خپرونو ته دې ځای نه ورکوي.

موږ په دې ویاړو چې هېڅکله مو د سېنسرشېپ نه دي ویلي.
شاهد خاقان عباسي

له دې سره د جنورۍ پر ۱۹مه، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یوه فرمان په خپرولو په اسلام اباد کې د مشال راډیو دفتر وتاړه. تر شاوخوا یوه میاشت وروسته پاکستاني جیو ټېلېوېژن خبر ورکړ چې په یو شمېر سیمو کې یې پر خپرونو بندیز لګېدلی دی.

خو د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وویل، دی ویاړي چې حکومت یې پر رسنیو هېڅ ډول بندیز نه دی لګولی.

ده البته غږ وکړ چې رسنیو ته هم په کار دي چې د بې طرفۍ، توازن او روڼوالي اصول په پام کې ونیسي:

((موږ په دې ویاړو چې هېڅکله مو د سېنسرشېپ نه دي ویلي. تاسې ته معلومه ده چې زموږ له حکومت سره څه وشول، زموږ پر ضد احتجاجي ناستې وشوې خو په خبریالۍ مو [بندیز و نه لګاوه]. تاسې خبر یاست چې د حکومت د کمزوري کولو څومره هڅې وشوې، دا کارونه د هېواد په ګټه نه وي. خو زه وایم چې څنګه موږ د ازادو او رڼو انتخاباتو خبره کوو، هم هسې هېواد ته د ازاده او رڼو رسنیو ضرورت وي.))

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیرې مریم اورنګزېب د مې پر ۱۹مه ویلي ول د سېنسرشېپ پر مسله په پارلېمان کې بحث کوي.

تر دې یوه ورځ وروسته (د مې ۲۰مه) د یو شمېر ګوندونو سیاستوالانو او د پارلېمان غړو مشال راډیو ته ویلي ول چې د رسنیو د ازادۍ لپاره د قانون جوړونې ملاتړ کوي.