'فاټا انضمام به مومندو ته پرمختګ راوړي'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مومندو ملکانو هیله ښودلې چې په خېبر پښتونخوا کې د مومندو ایجنسۍ له ګډېدو سره به اوس سیمه د پرمختګ پر لور روانه شي. د زیارت په ماښام د پاکستاني پوځ (مومند رایفلز دوه سوه درې ونګ) د مومندو مشران روژه ماتي ته وربللي ول. ځايي مشرانو له مشال راډيو سره په خبرو کې دا غوښتنه هم وکړه چې پاکستان سرکار دې د ګورسل او ګوشتې (ننګرهار) ترمنځ لار بیا پرانېزي. د یادولو ده چې دغه سوداګریزه لار له ۲۰۱۰ ز کال راهیسې د پوځي عملیاتو پرمهال تړل شوې ده.