د اسرایلو دفاع وزیر اویګدور لیبرمین په پنجشنبه له خپل روسي سیال سرګې شویګه سره په ماسکو کې د ملاقات پر مهال په شام کې د ایراني پوځ د شتون په اړه د خپل هیواد پر اندېښنو خبرې کړې دي.
اسرایليو مشرانو د شام حکومت پر هغو پلانونو اندېښنه ښودلې چې ویلي یې دي له اسرایلو سره په سرحدي سیمه کې د یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو بیرته نیولو کوښښ به کوي.
اسرایل ویره لري چې د هیواد په سرحدي سیمه کې به د شامي اېتلاف ملېشا چې پکې ایران او د لبنان د حزب الله وسله واله ډله شامله ده، موجودیت ولري.
اسرایلي وزیراعظم بینیامین نتنیاهو خبرداری ورکړی چې حکومت به یې ایران ته اجازت ور نه کړي چې په شام کې پوځي موجودیت ولري.
په ماسکو کې تر ملاقات پس د اسرایلو د دفاع وزیر یو بیان خپور کړ چې دواړو وزیرانو په شام کې د ایراني موجودیت د مخنیوي په اړه پر اسرایلي کمپاین خبرې وکړې.
رسنۍ خبر ورکوي چې ماسکو د یوې معاهدې وړاندېز کړې چې له مخې به یې روسي پوځي پولیسله اسرایلو سره نږدې ګمارل کیږي چې د سرحد په اتیا کلومیټره سیمه کې به د ایران او حزب الله ډلې ځواکونه لیرې کوي او شامي یاغیان به وسلې پرېښودو ته اړ کوي.
نور ولولئ