عبدالفتاح السیسي د جون پر دویمه د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د مصر د ولسمشر په توګه سوګند پورته کړ.
نوموړی په مارچ میاشت کې په دویم ځل د دې دندې لپاره منتخب شوی وو.
د ولسمشر عبدالفتاح السیسي د سوګند پورته کولو مراسمو لپاره په قاهره کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.
د هغه پلویان وايي، نوموړي د څو کلونو تر نارامنیو وروسته سوله او ثبات بیا پرځای کړي دي خو مخالفین یې بیا پر هغه تور پورې کوي چې د بیان او صحافت ازادي یې کمه کړې ده.
د پخواني ولسمشر مورسي تر لرې کېدو وروسته په ۲۰۱۴م کال کې السیسي په لومړي ځل د ولسمشرۍ انتخابات ګټلې وو.