صایمه منیر وايي سږنیو پارلیماني انتخاباتو کې به د مېرمنو ونډه زیاته وي

مشال مرکه

د مشال مرکې پاڼې ته ښه راغلاست.

په پاکستان کې به د روان کال د جولای پر ۲۵ مه عام انتخابات کېږي. دا به لومړی ځل وي چې په جمهوري عمل کې د ښځو د سياسي ګډون پراخولو لپاره سياسي ګوندونه اړ کړل شوي چې پر پنځه فيصده چوکیو به ښځې کاندېدوي.

د دې ترڅنګ د انتخاباتو د قانون له مخې به د هغو حلقو يا حوضو انتخابات نه منل کېږي چې پکې د ښځو د رايو شمېر تر لسو فيصدو کم وي.

د مشال مرکه کې په ټولټاکنو کې د ښځو رول او هغوی ته په ور وړاندې چېلنجونو بحث شوی دی.

د مرکې مېلمنه په خېبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو لپاره د فعالې غير حکومتي ادارې عورت فاونډېشن مشره صايمه منير ده.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

له صایمه منیر سره مرکه دلته واورئ