د پېښور چټک بس پروژې د ولس تګ راتګ ورو کړی دی
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
پېښور کې د چټک بس سورلۍ (بي آر ټي) پروژې په ښار کې دننه زښتې ډېرې ټرافیکي ستونزې زېږولې. د مشال راډيو خبریال وايي، په روژه کې د بي آر ټي په زياتره برخو کار بند دی خو د کيندلو لارو له وجې ټرافیک لنډ واټن په ګنټو ګنټو وهي. د بسونو سواریان نن له شعبې تر صدر چوکه نزدې پنځه کلو میټره لار په سخته ګرمۍ او روژه کې پياده ووهله. پېښور های کورټ د صدر بازار د بندېدو نوټس هم اخېستې وو خو دوه مياشتې کېږي چې لا هم دغه لارې بندې دي.
د ځلاند يوسفزي وېډيو