پاکستان د قبایلي اصلاحاتو په اړه د کابل اندېښنې بېځایه وبللې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل

اسلام اباد - د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو د ورګډولو پرېکړه د هېواد پارلېمان د ولس له هیلو او ارمانونو سره سمه کړې او په دې اړه د افغانستان اندېښنې بېځایه دي.

د وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل د جون پر اوومه په اسلام اباد کې په اوونیزه خبري غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، قبایلي اصلاحات د پاکستان کورنۍ موضوع ده او زیاته یې کړه:

((د دې له هېچا سره تعلق نشته. افغانستان ته په کار دي چې د پاکستان په معاملاتو کې دې لاسوهنه پرېږدي.))

د پاکستان قامي اسمبلۍ، سېنېټ او د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د ۲۰۱۸ز کال د مې په وروستۍ اوونۍ کې په خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو د ورګډولو قانوني مسوده منظوره کړه او بیا د مې پر ۳۱مې ولسمشر ممنون حسین هم پر مسودې له لاسلیک سره دې ته قانوني شکل ورکړ.

د افغانستان سرحدونو، قومونو او قبایلي چارو وزارت د مې پر ۲۴مه له قامي اسمبلۍ څخه د مسودې تر منظورۍ وروسته ویلي ول، کابل دا یو اړخیزه اقدام بولي.

د قبایلي اصلاحاتو موضوع په پاکستان کې هم لانجمنه پاتې شوې. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، جمیعت علمای اسلام (ف) په ګډون ځېنې ګوندونه، قبایلي ټولنې او مشران دریځ لري چې په فاټا کې تر هر بدلون مخکې د هغو سیمو د ټول ولس رایه معلومول اړین دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

لسګونه کسانو د قبایلي اصلاحاتو ضد مظاهره کړې

په خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو د ورګډولو د قانوني مسودې منظورۍ ته که له یوې خوا ځېنو ګوندونو او ټولنو هرکلی ووایه نو بلې خوا ته یې ځېنو پر ضد مظاهرې هم وکړې.

اړوند موضوعات:

اصلاحات به د قبایلي سیمو مسلې هوارې کړي که نه؟

د قبایلي اصلاحاتو منظوري، په خیبر کې جشن شوی