د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون سینګاپور ته رسېدلی

په سینګاپور کې د شمالي کوریا، سینګاپور او امریکا بیرغونه ځای په ځای ځړول شوي دي.

پراګ ـ د سینګاپور د بهرنیو چارو وزارت وايي، د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون هلته رسېدلی دی. په پام کې ده چې نوموړی به د جون په ۱۲مه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره ملاقات کوي.

ټرمپ او اون مخکې تر دې چې د یو بل سره وګوري، په جلا جلا ډول به د سینګاپور د وزیراعظم لي حسین لونګ سره ملاقاتونه کوي. د سینګاپور د بهرنیو چارو وزیر ویویان بلکرېشنان په خپل یو ټویټ کې ویلي، د شمالي کوریا مشر ته مې هرکلی ووایه، چې همدا اوس سینګاپور ته راورسېد.

د شمالي کوريا د غېر ايټمي کولو په اړه د ټرمپ او اون تاريخي ملاقات په سينګاپور کې کېږي. ټرمپ ويلي، د کيم جونګ اون سره ملاقات يې د شمالي کوريا لپاره يوازينی چانس دی خو دی مطمين دی چې خبرې به نتيجه ورکړي.

په همدې حال کې ډونلډ ټرمپ هم په کيينډا کې د جي سيون يا ۷ سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو له غونډې سینګاپور ته خوځېدلی دی.

د امریکې او شمالي کوریا ترمنځ به خبرې د پیانګ یانګ د ایټمي هلو ځلو او نورو موضوعاتو باندې متمرکزې وي.

ټرمپ تر دې وړاندې ویلي، هغه به په یوه منټ کې معلومه کړي چې کیم جونګ اون د ایټمي وسلو د ختمولو په اړه جدي دی او که نه؟ نوموړي د جون په نهمه په ټویټر پیغام کې لیکلي وو چې، هغه سینګاپور ته په لاره دی، چېرته چې دوی د شمالي کوریا او نړۍ لپاره د رښتینو حیرانوونکیو پایلو د ترلاسه کولو چانس لري. نوموړي دا هم ویلي وو چې دا به یقینا یوه په زړه پورې ورځ وي.

نوموړي دا هم ویلي چې د شمالي کوریا او امریکې چارواکي د دې ملاقات د برابرولو لپاره په سینګاپور کې په کار بوخت وو.