د جنوبي وزیرستان د لدې په سپینه میله سیمه کې د شنبې په غرمه د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده.
په ډيره اسماعیل خان کې د استخباراتي ادارې یو رپورټ او د پاکستان پوځ د مطبوعاتي څانګې په خبر پاڼه کې ویل شوي چې په نښته کې شپږ بریدګر او ۲ امنیتي سرتېري وژل شوي او دوه نور سرتېري ټپیان شوي دي.
په رپورټ کې ویل شوي دا نښتې په سیمه کې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د خفیه اداره په اطلاع امنیتي سرتېرو دغلته د وسله والو طالبانو پرضد د لټون عملیات کول.
د بریدونو ذمه واري د تحریک طالبان پاکستان مرکزي ویاند محمد خراساني منلې خو دعوی کوي چې د امنیتي ځواکونو درې سرتېري يې وژلي او دوه نور یې زخمیان کړي دي.