د لوګر ولایت چارواکي د یاد ولایت د مرکز اړوند د علي خان کلا په سیمه کې د پکتیا والي شمیم خان کټوازي پر موټریز کاروان د وسلوالو مخالفینو برید ردوي او وايي چې یاد برید د یو څارنوال په ګاډي شوی دی.
د لوګر امنیه قوماندان سمونوال محمد ابدالي مشال راډیو ته وویل، چې نن د شنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د وسلوالو مخالفینو یوې درې کسیزې ډلې د یاد ولایت د یو څارنوال ګاډي ته کمین نیولی وو، چې د وسلوالو په برید کې یاد څارنوال وژل شوی او یو بل کس ټپي شوی دی.
ده زیاته کړه، ممکن د دې برید پر مهال د پکتیا د والي موټریز کاروان به هم له کابله- ګردیز ته پر لاره و ، خو د برید هدف د شمیم خان کټوازي موټریز کاروان نه وو او نه د ده پر موټریز کاروان ډزې شوې دي.
د لوګر امنیه قوماندان وايي، چې د برید د سیمې سره نږدې امنیتي منسوبین موجود ول او ځايي چارواکي هم ډېر ژر ورورسیدل.
د ده په وینا له برید وروسته لاس په لاس بریدکوونکي له سیمې تښتیدلي او نورې ډزې يې نه دي کړي.
سیمه وال وايي، چې د لوګر ولایت په مربوطاتو کې ځينې وختونه د پنجشنبې او شنبې په ورځو چې حکومتي مسوولین پدې لاره کابل ته تګ او راتګ کوي، سړک ته راوځي.
څه موده مخکې د لوګر مرستیال والي او د والي ویاند هم چې غوښتل يې د جمعې په شپه کابل کې خپلو کورونو ته ولاړ شي، په همدې لاره د وسلوالو په کمین کې وژل شوي ول.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د برید په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.