ترکانو په ولسمشریزو او پارلېماني ټاکنو کې رایې واچولې

ترکي کې انتخابات روان دي

پراګ ـ د یکشنبې په ورځ د ترکيې په لر بر کې خلکو په ولسمشریزو او پارلېماني انتخاباتو کې رایې واچولې. دغو انتخاباتو ته په دې نظر کتل کېږي چې د ولسمشر رجب طیب اردغان واکمني به یا لا نوره مضبوطه شي او یا به یې هم د کمزورتیا نوې نښانې ښکاره شي.

اردغان له تېرو ۱۵ کلونو راهېسې پر ترکيه واکمن دی. مخالف ګوندونه چې وړاندې وېشل شوي وو، په اوسنیو انتخاباتو کې د ولسمشر اردغان خلاف یو موټي شوي او هڅه کوي چې د دوی په وینا د یوه کس واکمنۍ ته د پای ټکی کېږدي.

مخالف سیاست وال محرم اینجه خپله رایه استعمالوي.

په ترکيه کې پارلېماني نظام پر ولسمشریز نظام بدلېدونکی دی، چې په ترڅ کې به یې د ولسمشر اختیارات لا نور زیات شی. دا بدلون به له دې انتخاباتو وروسته عملي کېږي خو په دې انتخاباتو کې اردغان او د هغه واکمن ګوند په غیر متوقع توګه له سختې مقابلې سره مخ کېدی شي او له انتخاباتو وړاندې ترلاسه شوي معلومات ښيي چې نوموړی به د ولسمشرۍ تر لاسه کولو لپاره د انتخاباتو دوهم دور ته هم لاړ شي. د انتخاباتو دغه دوهم ممکنه دور به په اتم جولای کېږي.

رجب طیب اردغان، د کمزوري اقتصاد د نښو نښانو سره بیا هم په تېر اپریل میاشت کې اعلان وکړ چې انتخابات به د جون په ۲۴ مه یعنې د خپل ټاکلي وخت نه ۱۷ میاشتې وړاندې ترسره شي.

د اردغان مخکښ مخالف سیاست وال محرم اینجه دی چې د خلکو د جمهوري ګوند مشري په غاړه لري. نوی جوړ شوی ملي اتحاد د محرم اینجه ملاتړ کوي.

نوموړي په ساحلي ښارګوټي یالووا کې د خپل ووټ د استعمالولو پر مهال وویل چې هغه د خپل ملت د غوره راتلونکي لپاره هیله من دی.