'ډېر ژر به له طالبانو سره د روغې جوړې بهیر پرمخ ولاړ شي'

د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي دي چې په نېږدې راتلونکې کې به له طالبانو سره د جوړجاړي په بهیر کې لوی پرمختګ وشي.

د شورا منشي امین الدین مظفري بېګا مشال راډیو ته نور تفصیل ورنکړ خو ویې ویل د سولې بهیر له سیمه ییز او نړیوال ملاتړه برخمن دی.

ده زیاته کړه چې په دې لړ کې لیدلوري بدل شوي دي.

هلته په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال بېګا مشال راډیو ته وویل، په وروستیو کې یې د سولې په اړه له پاکستان سره هم په خبرو کې کافي بدلون لیدلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل هم د پنجشنبې په ورځ په خبري غونډه کې وویل، اسلام اباد مسلسل هڅې کوي چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر کړي.

طالبانو لا پر دې موضوع څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې له امریکا سره د مستقیمو خبرو غوښتنه کړې ده.

په عین وخت کې د سعودي عرب یوې ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې راتلونکې اوونۍ په هغه هېواد کې د افغانستان د جوړجاړي د بهیر په اړه د دیني عالمانو دوه ورځنۍ نړیواله غونډه کېږي.