په میرلي کې وسله والو یو مشر او ښوونکی د کور دننه وژلی

په مې او جون کې هم په میرلي کې د وژنو ضد مظاهرې او پرلتونه شوي ول

بنو - په شمالي وزیرستان کې چارواکي او اوسېدونکي وايي، وسله وال د میرلي په خوشالي جلېر کې د یوه سیمه ییز مشر خالد مسعود کور ته ورننوتل او هغه یې وویشت.

چارواکو او اوسېدونکو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، پېښه د جولای اتمې شپې مهال شوې ده او وژل شوی کس د ټولنې یو فعاله غړی او په یوه شخصي ښوونځي کې استاد وو.

د ۲۰۱۸ز کال له مارچ راهیسې په شمالي وزیرستان کې له ۱۰ زیات هدفي بریدونه شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، دې حملو اندېښمن کړي دي او د وېرې ښکار دي ځکه چې وسله وال د شپې مهال د خلکو په کورونو ورننوځي.

اړوند موضوعات:

د حمیدالله وزیر تر وژل کېدو وروسته په میرعلي کې پرلت اعلان شو

د میرلي پرلت منتظمین نیول شوي

سیاسي ګوندونو د وزیرستانیو ځوانانو د غوښتنو ملاتړ کړی

د شمالي وزیرستان د ځوانانو سازمان د دې هدفي وژنو ضد احتجاجي مظاهرې او پرلتونه هم کړي دي.

د سیمې چارواکي وايي، د هدفي وژنو د مخنیوي اقدامات کوي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې د وسله والو ضد عملیات پیل کړل. پوځ په ۲۰۱۶ز کال کې اعلان وکړ چې سیمه یې له وسله والو پاکه کړې ده.

د سیمې اوسېدونکي وايي، دوی چې په مرحلو کې وزیرستان ته ستنېدل نو حکومت ورڅخه وسله ټوله کړه.

په شمالي وزیرستان کې تر عملیاتو وروسته خلک هم وسله نشي ګرځولای. همدا لامل دی چې اوسېدونکي له حکومته غواړي چې هغه کسان معلوم کړي چې لا هم وسلې لري او هدفي بریدونه کوي.

د شمالي وزیرستان انتظامیه وايي، د میرلي د خالد مسعود په وژنه کې یې د ککړو کسانو لټون پیل کړی دی.

پر مسعود د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.