"دا ځل به د ښځو ووټ زیات وي"

د تاندې هیلې خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په پاکستان کې د جولای پر ۲۵ نېټه عام انتخابات کېدونکې دي. د دې هفتې په پروګرام کې د ښځو په ووټ او په دې اړه په ټولنه کې پر پوهې خبرې کوو.

په دیر کې د ښځو د حقونو یوه کارکوونکې شاد بېګم وایي په بر دیر کې کلونه وروسته به دا لومړی وار وي چې ښځې به په ډاډه زړه خپلې رایې ورکړي.

شاد بېګم

​د کوز او بر دیر څخه دا ځل دوه ښځې هم انتخاباتو ته ولاړې دي.

شاد بیګم دا لوی بدلون ګڼي او زیاتوي یو وخت په دیر کې ښځې ووټ اچولو لپاره که له کوره وتلې نو وېرېدلې او اوس په انتخاباتو کې امېدوارانې دي.

اوس به د قانون له مخې که په یوه حلقه کې د ښځو ووټ تر ۱۰ فېصده کم وو، نو دغه انتخابات به بیا له سره کېږي.

د الېکشن کمېشن د یو پروګرام له مخې پولنګ سټاف ته روزنه ورکوونکې تبسم مجید وایي اوس د پخوا په نسبت ښځې د ووټ د استعمال په اړه زیاته پوهه او بېداري لري.

هغه وایي، په اکثرو سیمو کې د ښځو پولنګ مرکزونه لرې وي،نو ځکه ښځې په دغه ورځ ووټ اچولو ته نه ورځي. تبسم مجید دا هم وایی دا وار حکومت د ښځو د پولنګ مرکزونو لپاره د امنیت هم یو ښه پلان لري او باید ښځې د خپل ووټ له حقه محرومه ونه ساتل شي.

خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

تاندې هیلې