د پاکستان انتخاباتي کمېشن ویلي دي چې د جولای پر ۲۵مه به پوځ ټاکنې نه کوي بلکې یوازې امنیت به ساتي.
د کمېشن سېکرټر بابر یعقوب د پنجشنبې په ماښام په اسلام اباد کې خبريالانو ته وویل، پوځي سرتېري به د بې قاعدګیو په صورت کې انتخاباتي افسران خبروي.
نوموړي وویل، "پوځ به امنیت ساتي او د بې-قاعدګیو په اړه به انتخاباتي افسرانو ته خبر ورکوي. خو اصلاً د سرتېرو کار د ووټ ورکولو مرکزونو بهر او دننه د امنیت ټینګول دي".
یعقوب زیاته کړه چې پوځ ته دا ځل هم د تېرو انتخاباتو په څېر واک ورکړل شوی دی.
نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د پنجشنبې د پیپلز ګوند یوه مشر او سېنېټر رضا رباني په انتخاباتي بهیر کې د پوځ پر رول انتقاد وکړ.
د پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور هم د جولای پر ۱۰مه خبریالانو ته ویلي ول چې هغوی نور هېڅ کردار نه لري او یوازې د رڼو ټاکنو په کولو کې له انتخاباتي کمېشن سره مرسته کوي.