د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د بلوچستان عوامي پارټۍ د یوه کانديد سراج ریساني پر انتخاباتي غونډه ځانمرګي بريد کې د نوموړي په ګډون ۱۳۰ تنه وژل شوي او تر ۱۲۰ زيات ژوبل شوي دي.
د مشال راډيو خبریال وايي ځايي لېویز چارواکیو رسنیو ته ویلي چې په چاودنه کې د پخواني اعلا وزیر اسلم ریيساني کشر ورور سراج ریيسانی هم وژل شوی دی.
راپورونه وايي، ښايي د مړیو شمېر زیات شي.
سراج ریيسانی د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ پي بي ۳۵ مستونګ سیمې څخه د یوه تازه جوړ شوي ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ له لوري په ټاکنو کې برخه اخیستې وه.
د دې بريد مسوليت داعش وسلوالې ډلې منلی دی.
تر دې وړاندې بېګا شپه په خضدار کې هم بلوچستان عوامي پارټۍ له انتخاباتي دفتر سره جوخت له یوې چاودنې دوه تنه ژوبل شوي ول.
اخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې پر انتخاباتي کانديدانو بريدونه په سختو ټکو غندلي او ويلي يې دي چې دا بريدونه د پاکستان د ولس له خپلو جمهوري حقونو څخه د ليرې کولو يوه ډارنه هڅه ده. د جمعې په ورځ ناوخته په دې خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې امريکا د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې له پاکستاني ولس سره يو ځای ده.
نور ولولئ