'د پوځ کار یوازې د ټاکنو امنیت ساتنه ده او بس'

د پاکستان اليکشن کميشن سکټري بابريعقوب پرون په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې پوځ ته په راتلونکو انتخاباتو کې هومره اختيارات ورکړل شوي چې څومره ورته په پخوانيو انتخاباتو کې ورکړل شوي ول.

نوموړي دا خبره هم تکرار کړه چې د انتخاباتو پر ورځ به امنيتي سرتيري په پولېنګ سټېشنو کې دننه او بهر دواړه ځای موجود وي. نوموړي دا هم وويل چې د ووټونو اچولو پر وخت د کېدونکې ممکنه ګډوډۍ اليکشن کميشن ته رپوټ کول به هم د امنيتي سرتيرو کار وي. د پاکستان اليکشن کميشن سکټري بابريعقوب زياته کړه چې پوځ د سياسي ګوندونو په خواست رابلل شوی او کار به يې انتخابات کول نه بلکې يوازې امنيتي انتظامات کول وي.

د اليکشن کمشن سکټري دا هم وويل چې کومو کانديدانو ته دړکې ورکړل کيږي يا پرې فشار وي چې له انتخاباتو لاس په سر شي نو اليکشن کميشن ته دې رپوټ ورکړي.

''کله نه کله ځاي چارواکي په سياست کې راشي او تېروتنې ترې هم کيږي خو زه به بيا دا ووايم چې د کوم سياسي ګوند له کسانو سره ناروا چلند کيږي نو موږ ته دېمالومات راکړي، د ناروا چلند کونکو نومونه دې راته راکړي ، خط دې راته وليکي موږ به يې پرضد اقدامات وکړو''

دا په داسې حال کې ده چې د سېنټ پخواني چېرمېن ميا رضا رباني پرون سېنټ ته په خپله وينا کې تور پورې کړ چې د پاکستان انتخاباتو کميشن له وړاندې د ازادو او پاکو انتخاباتو يقيني کولو لړ کې د خپل اييني رول په ترسره کولو کې پاتې راغلی.

رباني تور پوری کړ چې د د ده ګوند پيپلز پارتۍ په انتخاباتي کانديدانو فشارونه اچول کيږي چې له انتخاباتو لاس په سرشئ يا ګوند پريږدئ. همداراز تورنه مسلم ليګ (ن) ګوند چې يو شمير غړي يې نورو ګوندونو ته تللي دي هم لګوي.

پرون په لندن کې له خبريالانو سره په خبرو کې د مسلم ليګ (ن) قايد نواز شريف پوځ ته په اشاره کولو سره تور پورې کړ چې ځينې قوتونه يو ګوند اقتدار ته رسول غواړي. نوموړي د دغه ګوند نوم ياد نه کړ خو زياته يې کړه: ''دا څه قسمه انتخابات کېدو واله دي. زما په خيال دا وار په انتخاباتو کې د تاريخ بدرينه درغلي روانه ده. د مارشلا په دور کې به هم داسې درغلي نه وي شوي او له ټول حدونوتير شول. دوی ملک په يو مشکل کې اچول غواړي.''

ياده دې وي چې د پاکستان پوځپه وار وار ويلي چې دوی جمهوريت پلوه دي او انتخابات به دوی نه بلکې الېکشن کميشن ترسره کوي.

بلخوا د عوامي نيشنل ګوند مشرانو هم له مشال راډېو سره په خبرو کې ويلي چې د ۲۰۱۳ م کال د انتخاباتو په څير دا وارې هم ځينې قوتونه د ترهګريزه حملو په وسيله دوی په انخاباتو کې ناکامه کول غواړي.

اړوند راپورونه

پاکستانی پوځ وايي په ټولټاکنو کې هېڅ کردار نه لري

پر هارون بلور برید به ټاکنیز کمپاین اغېزمن کړي؟

په ټاکنو کې د ښځو د ووټ اچولو په اړه عامه پوهاوی