پاکستان کې پنځه خبریالانو ته د وسله والو دړکې

په دې فهرست کې دا هم ويل شوي دي چې د عصما خالد په نامه ترهګر پنډۍ ته رسېدلی دی او خبريالان په نښه کولای شي.

بلخوا په فهرست کې شامل خبريالانو مشال راډيو ته ويلي دي چې ځېنې عناصر نه غواړي چې دوي کار ته پرېږدي.

بيا د خبريالانو سازمانو له حکومته غوښتنه کړې چې يو خوا پر مطبوعاتو نا اعلان شوی سنسرشپ لګول شوی دی او بلخوا خبريالانو ته دړکې ورکول کېږي.

په پاکستان کې د خبريالانو فيدرالې ادارې - پي ايف يو جي - مشر افضل بټ مشال راډيو ته ويلي دي چې په پاکستان کې پر مطبوعاتو بندېزونه او خبريالانو ته ګواښونه د منلو وړ نه دي او په دې لړ کې به خپل احتجاج ته دوام ورکوي.

افضل بټ دا خبره په داسې حال کې کړې ده چې د ترهګرۍ ضد اداره نيکټا يو فهرست خپور کړې چې پنځو خبريالانو ته ګواښونه دي.

په دې فهرست کې خبريالان حامد مير، مطيع الله جان، اعزاز سید، وحيد مراد او عمر چيمه شامل دي.

عمر چيمه مشال راډيو ته وويل چې په دې موضوع خبرې نه کول غواړي.

مطيع الله جان هم مشال راډيو ته وویل چې دا فهرست يې کتلي دی خو پر دې تبصره نه کول غواړي.

اعزاز سيد بیا وويل چې دا يو چيلنج دی خو نور پرې څه خبرې نه کول غواړي.

خو د جيو ټيليوژن اينکر او وتلي خبريال حامد مير مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان کورنيو چارو وزارت او نورو ادارو لا لورې لومړۍ وار نه دی چې داسې فهرست خپور شوی وي.

د حامد مير په خبره پر هغه تر قاتلانه برید مخکې هم يو فهرست خپور شوی وو.

په دې فهرست کې چې کوم خبريالان دي هغه د عدالتي او سياسي چارو په اړه خبرونه ورکوي.

نوموړی وايي، " زما په اړه د غير رياستي عناصرو او طالبانو پرضد خبرې کول د منلو وړ ده. خو دې نورو کسانو کله هم داسې خبرې نه دي کړې."

نوموړي وویل،"ما د ملالې پر معامله د طالبانو سخت مخالفت کړی وو. دا فهرست ډېر په مشکوک انداز کې خپور شوی دی. د خپل ځان په اړه ډېر واضحه يم چې سخت دريځه ما په نښه کولای شي. خو دا نور کسان له څه مودې راهيسې د رياست له پاليسيو سره مخالفت کاوو او په ځانګړي توګه پر مطبوعاتو بندېزونه يې غندل."

حامد مير وويل "چې دې فهرست ډېرې پوښتنې راپورته کړې دي او بايد حکومت د دې ځواب ورکړي."

د خبريالانو فيدرالي سازمان مشر افضل بټ وايي چې بايد دا فهرست نه وای خپور شوی او د دې نقصان ټولو ته رسېږي.

نوموړي وايي،"لومړی دا چې د ترهګرو کار يوازې وژل نه وي بلکې ويره ترهه خپرول هم وي.

افضل بټ زیاته کړه چې "داسې فهرست خپورولو سره په ولس کې وار له مخې ويره ترهه خپره شوې او ترهګر خپل مقاصدو کې کاميابه ښکاري. بله دا چې د هغو کسان ژوند نور هم له خطر سره مخ شي او يو بل قوت له دې ګټه پورته کولو هڅه کوي."

افضل بټ وويل" چې د دې ګواښونو مخنيوي لپاره متعلقه حکامو سره خبرې کوي."

بلخوا د پنډۍ اسلام اباد خبريالانو سازمان مشر مبارک زيب خان مشال راډيو ته وويل چې حکومت باید دا خبره په سنجيده توګه واخلي او د خبريالانو ژوند خوندي ساتلو لپاره ګامونه پورته کړي.

دا غوښتنې په داسې حال کې کېږي چې له څو ورځو راهیسې د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د خبريالانو له خوا پر مطبوعاتو د زياتېدونکيو بندېزونو پرضد مظاهرې وشوې.

دا مظاهرې د خبريالانو د فيډرالي ادارې پي ايف يو جې په غږ ترسره شوې دي چې پکې له حکومت وغوښتل شو چې پر ډان ورځپاڼې او ټیليويژن چې کوم فشارونه او بنديزونه لګول شوي هغه دې ختم کړل شي.

د پاکستان مختلفې ورځپاڼې او ټيليويژن چينلونه شکايت کوي چې پر دوی سسنرشب او نور بنديزونه زيات شوي دي خو حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.