د پاکستان احتساب ادارې (نیب) چارواکو د جولايي پر ۱۳مه پخوانی وزیراعظم نواز شریف او د هغه لور مریم نواز د راولپنډۍ اډیالې زندان ته بوتلل.
دا له هغه وروسته ده چې د احتساب عدالت د جولايي پر شپږمه په لندن کې د کورونو اخیستو د یو کېس پر سر د مسلم لیګ (ن) مخکښنواز شریف ته د ۱۰ کلونو او د هغه لور مریم نواز ته د ووه کالونو قېدسزا اورولې وه.
دا چې اوس نواز شریف او لور یې دا حق لري چې د ضمانت لپاره درخواست وړاندې کړي او که نه؟
دا پوښتنه زموږ همکارې فرخنده اسد د قانوني چارو له کارپوه نور عالم خان څخه کړې ده.
نور عالم خان د دې وضاحت کوي چې قانون په ضمانت د دوي د خوشي کېدو په اړه څه وایي؟
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.