د سارينده نواز، منير سرحدي ژوند او هنر

د ((سندرې جادوګرې)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د دې اوونۍ په خپرونه کې د نوميالي سارينده غږوونکي او موسيقار منير سرحدي د ژوند او هنر په اړه لنډ معلومات او هغه غږولې نغمې اورئ.

د منير سرحدي زوی اعجاز سرحدي وايي، پلار يې د هند پشمول يو شمېر هېوادونو ته هنري سفرونه کړي او جايزې او انعامونه يې ګټلي دي.

اعجاز سرحدي، چې دا مهال په پېښور کې د ساريندې يوازينی غږوونکی دی، پر حکومت غږ کوي چې د دې ساز د ژوندي ساتلو لپاره کار وکړي.

د منير سرحدي د هنر او شخصيت په اړه د هغه د زوی تر څنګ د پېښور ټيلي ويژن د يوه پخواني افسر خبرې او د سرحدي د ساريندې نغمې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

خپرونه دلته واورئ