پخوانۍ قبایلي سیمې یې د خیبر پښتونخوا په پنځو ډیویژنونو ورګډې کړې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبر پښتونخوا د ماليې ادارې قبایلي او نیمه قبایلي سیمې د صوبې په پینځو ډیویژنونو ورګډې کړې دي. د مالیې ادارې بېګا ماښام په یوه بیان کې ویلي، خیبر او مومند په پېښور ډیویژن، باجوړ په ملاکنډ، اورکزي او کورمه په کواټ، شمالي وزیرستان په بنو او جنوبي وزیرستان په ډېره اسماعیل خان ډیویژن ورګډوي.