د سېنېټ کمېټۍ پوښتلي په ټاکنو کې د پاکستان پوځ رول څه دی؟
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پاکستان د سېنېټ د کورنیو چارو کمېټۍ ویلي چې د پوځ له ویاند څخه یې په انتخاباتو کې د پوځ رول په اړه پوښتنې کړې دي. د کمېټۍ غړیو بېګا مشال راډیو ته وویل، مېجر جنرال اصف غفور یې تېر مازیګر د کمېټۍ غونډې ته وبللی وو او ورته یې خپلې اندېښنې وړاندې کړې.
دوی زیاتوي، جنرال غفور کمېټۍ ته وویل چې پوځ د انتخاباتو له امنیت ساتلو پرته، نور هېڅ رول نه لري. خو د کمېټۍ ځېنې غړي د انتخاباتو د شفافیت په اړه هم اندېښنې لري.