په تاندې هیلې خپرونه کې د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ پر مخصوصو چوکیو له پخوانیو پارلماني غړیو سره په انتخاباتو کې د ښځو په رول خبرې کوو.
د پاکستان تحریک انصاف د صوبایې اسمبلۍ پخوانۍ غړې نسیم حیات له خپله ګونده نه ده خوشاله. د دې په وینا د دوی صوبايي حکومت ټول پېښور مات ګډ پرېښود.
د عوامي نېشنل ګوند جمیله ګېلاني وایي عمومي چوکیو ته د ولاړو ښځو د ګټلو امکانات کم دي خو دا یوه ښه خبره ده چې په صوبه کې دا وار زیاتې ښځې په انتخاباتي منظر لیدل کیږي.
د پاکستان پیپلز پارټۍ د صوبایې اسبملۍ پخوانۍ غړې نګهت اورکزۍ وایي سیاسي ګوندونو په هغو ځایونو کې ښځو له ټکټونه ورکړي دي چرته چې یې ګوند کمزوری دی.
ښځو پخپله هم د جنرل سیټ لپاره درخواستونه کم ورکړي وو
د قامي وطن ګوند پخوانۍ د صوبایې اسمبلۍ غړې انیسه زېب طاهرخېلي وایي ښځو په خپله هم د جنرل سیټ لپاره درخواستونه کم ورکړي وو نو ځکه ډېرې کمې ښځې عامو انتخاباتو ته ولاړې دي.
له کوهاټه د جمیعت علما اسلام ف د صوبایې اسمبلۍ پخوانۍ غړې نجمه شاهین وایي دا به لا هم وخت اخلي چې ښځې په عامو انتخاباتو کې نېغ په نېغه برخه ولري.
خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.