د پاکستان سوکالي د افغانستان له امن سره تړلې ده. محمود خان اڅکزی

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ویلي دي که په پاکستان کې د انتخاباتو نتیجو بدلولو هڅې وشوې نو په ټول هېواد کی به ولس په احتجاجونو لاس پورې کړي. نوموړي دا هم وویل چې د پاکستان د پرمختګ او سوکالي د افغانستان له روغې سره تړاو لري.

بېګا شپه په چمن ښارګوټي کې یوې انتخابي غونډې ته محمود خان اڅکزي وویل چي ترڅو د هېواد واک او اختیار له پارلېمان سره نه وي نو تر هغه وخته په ملک د ترقۍ پر لوري نه تللی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ولسي غونډې ته په خپله وینا کې وویل د پاکستان د بچاوېدو او د سوکالۍ لار له افغانستان سره دوستي او ښه اړیکي دي همدا به د داوړو هېوادونو د ولس په ګټه تمامېږي.

د خان شهید ارمان دا وو چې له کوټې تر پېښوره د پښتنو خپله صوبه پښتونخوا جوړه شي.

محمود خان اڅکزي دا هم وویل چې په هېواد کې هغو ګوندونو او سیاسي مشرانو ته سزا ورکول کېږي چي ریښتیا او د حقونو خبره کوي. د نوموړي په وینا د دې سیمي پښتانه بې له پوښتنې په بلوچستان ورګډ کړل شول او هغه وخت یې یوازې د ګوند بنسټښود خان عبدالصمد خان اڅکزي سخت مخالف کړی وو. او زیاته یې کړه د خان شهید ارمان دا وو چې له کوټې تر پېښوره د پښتنو خپله صوبه پښتونخوا جوړه شي.

نوموړي وویل په خپله وینا کې وویل تر یو پلان لاندې د پاکستان پخوانی وزیر اعظم میا نواز شریف او د هغه لور مریم نواز په زندان کې بند کړل شوي دي چې موخه یې د جمهوري ادارو بدنامه ول دي.

ښاغلي اڅکزي دا هم وویل، ځینې قوتونه په دې هڅه کي دي چي جمهوري ګوندونه له انتخاباتو څخه بایکاټ کولو ته مجبوره کړي خو سیاسي او جمهوري ډلې به د تل د دغه قوتونو په مېړانه مقابله کوې او د غیر جمهوري قوتونو لپاره به میدان نه پرېږدي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د مستونګ او پېښور پر دا ورستیو پېښو خوشیني وښودله او زیاته یې کړه پکار ده چې د دغه پېښو د مخنیوي لپاره په ګډه سره کار وکړل شي.