په شام کې په څو ځانمرګو بریدونو کې شاوخوا ۲۰۰ کسان وژل شوي دي.
بریدونه د دغه هېواد په سیوډا ښار کې چې له دمشقه شاوخوا ۱۰۰ کیلو میتره په جنوب کې دی کې د چارشنبې په ورځ رامنځته شو.
د شام د روغتیا وزارت چارواکو دولتي یو راډیو ته ویلي په بریدونو کې ۸۰ کسان ژوبل شوي هم دي.
په برتانیا کې د شام لپاره د بشري حقونو د څار ډله وایي په وژل شویو کې ۸۹ ولسي وګړي او ۹۴ د سمیه ایزې ملیشې سرتېري دي.
دغه سیمه چې بریدونه پکې رامنځته شوي دي، په دې وروستیو کې د شام ولسمشر بشارالاسد ځواکونو نیولې ده او په سېمه کې د لټون عملیات هم دوام لري.
چارواکي وایي، له داعش سره یې په نښتو کې ۴۵وسله وال هم وژلي دي
د ځانمرګو بریدونو ذمه واري داعش منلې ده.