''نه پوهېږو پولینګ مرکزونو کې دننه عسکر ولې ګمارل شوي ول''

په پاکستان کې د ټولټاکنو په اړه د اروپايي ټولنې څارنولی پلاوی وايي چې په دغه هېواد کې غیر جمهوري قوتونو پر انتخاباتو د اغېز اچولو هڅې کړي دي.

په اسلام اباد کې د جمعې په ورځ یوه ځايي هوټل کې د خبري کنفرانس پر مهال د اروپايي ټولنې د څارونکیو استازیو وینا وه چې په پاکستان کې اوسنۍ ترسره شوې ټولټاکنې د ۲۰۱۳ کال تر انتخاباتو په هېڅ صورت ښې نه وې.

د دغه څارونکیو د استازیو مشر مایکل ګالر وویل دوی نه پوهېږي چې د رایو اچولو پر وخت او په پولینګ سټېشنونو کې دننه پوځیان او د امنیتي ادارو اهلکاران ولې ګمارل شوي ول د نوموړي وینا وه چې د پاکستان انتخاباتو قانون کې داسې تجویز نه شته چې د امنیتي ادارو اهلکاران دې په انتخاباتي مرکزونو کې دننه وګمارل شي.

د اروپايي ټولنې ټاکنو څارنې پلاوی یو (EUEOM), مشر مایکل ګالر، دیمیترا لونو (چپ) او چاپي مشره ساهره فرېګلې په اسلام اباد کې د جمعې په ورځ په ۲۷ جولای یوه ځايي هوټل کې د خبري کنفرانس پر مهال.

د اروپايي ټولنې څارنولی پلاوي پر ډاکي رایو (پوسټل بېلټ) باندې هم تحفظات وښودل چې دا په بهیر خوندي نه دی او د دې کار په کولو سره هر وخت د درغلیو او ټګیو خطر شته.

د دوی وینا وه په ټولټاکنو کې ټولو ګوندونو ته چې په قامي او شخصي ټي وي چېنلونو باندې د انتخاباتي کېمپېن چلولو برابره یا مساوي موقع نه ده ورکړل شوې. (د ټاکنیز کېمپېن پر وخت د تحریک انصاف مشر عمران خان ویناګنې پر ټي وي چېنلونو اووه ګنټې، د مسلم لیګ ن د مشر شهباز شریف وینا څلور ګنټې او د بلال بوټو زرداري ویناګانې درې ګنټې مخامخ ښودل شوې دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

اسفندیار خان وايي په ټاکنو کې پښتانه مشران په نښه شوي

د اروپايي ټولنې څارنولی پلاوي ویلي چې په پاکستان کې تر انتخاباتو مخکې او د ټولټاکنو په دوران کې پر میډیا بې ځایه بندېزونه لګول شوي ول او رسنوالو ته د الیکشن کمیشن د اجازتنامې باوجود په انتخاباتي مرکزونو (پولینګ سټېشنونو) کې دننه د خبري پوښښ خپرولو اجازت نه ورکول کېدلو.

اړوند راپورونه

سیاسي مشران: ټاکنو کې بدترینه درغلي شوې ده

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان جاسوسي ادارو په انتخاباتو کې ښکاره لاسوهنه کوله. اڅکزی