نواز شریف پېمز روغتون کې بستر دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان اسلام اباد انتظاميې د پېمز روغتون د زړه ناروغۍ هغه مرکز وړوکۍ زندان ګرځولی چې پکې پخوانی وزيراعظم نواز شريف تر درملنې لاندې دی. د مسلم ليګ رهبر نواز شريف د جولای ۲۹مې شپه ناوخته تر ناروغه کېدو وروسته د ډاکټرانو په مشوره له اډیاله زندان څخه د اسلام اباد پېمز هسپتال ته وړل شوی وو. د انتظامیې په امر له پېمز روغتون سره او د روغتون په وره کې پولیس ځای پر ځای شوي. ویډیو وګورئ.