اختر مينګل: د ټاکنو نتیجه نه منو

اختر مينګل

د بلوچستان نېشنل ګوند مشر سردار اختر مينګل ویلي دي چې په تېرو انتخاباتو کې د ووټ لارې چې کوم واک او اختیار د بلوچستان ولس د ده ګوند ته ورکړی وو هغه د منلو وړ دی خو په وېنا یې چې نتیجه د هغه څخه جدا راغلې ده.

د بلوچستان نېشنل ګوند مشر سردار اختر مينګل ویلي دي چې په تېرو انتخاباتو کې د ووټ لارې چې کوم واک او اختیار د بلوچستان ولس د ده ګوند ته ورکړی وو هغه د منلو وړ دی خو په وېنا یې چې نتیجه د هغه څخه جدا راغلې ده.

نوموړي یوې خبري غوڼدې ته وویل چې دا هغه وجه ده چې موږ د اوسني انتخاباتو راغلې نتیجې ردوي. د پاکستان انتخاباتو کمېشن په شوو ټاکنو کې د درغليوو تورونه ردوي او وايي چې ټولو سياسي ګوندونو ته يو شان موقع برابره شوې وه.

ده وویل چې پخوا هم انتخابات کیدل خو هغه وخت به یې نتیجه ژر راتله که څه هم اوس نوي دور دی خو پر دې سربېره د ځینو حلقو نتیجه په ځنډ سره راتلل خپله یوه پوښتنه ده.

هغه وايي د دوی سره د قامي او صوبايي اسمبلۍ پر ۶، ۶ څوکۍ درغلې شوې ده نو پکار دی چې د دې مقصد لپاره یو کمېشن جوړ شي او چا چې پر دغه حلقو نتیجې بدلي کړې دي هغه باید ولس ته ښکاره کړل شي.

سردار اختر منګل دا هم وویل چې د پاکستان تحریک انصاف او پیپلزګوند مشرانو له لوري ده ته د خبرو بلنه ورکړل شوې ده او د دې مقصد لپاره به نوموړی ډېر ژر په اسلام اباد کې د بېلابېلو سیاسي مشرانو سره وويني.

بلخوا د بلوچستان عوامي پارټۍ مشر جام کمال اعلان کړی دی چې د ده ګوند په صوبه کې د حکومت جوړولو په خاطر اکثریت ترلاسه کړی دی او دا وخت په اسمبلۍ کې ۲۸ غړو ملاتړ له ده سره دي. نوموړي دا خبره بېګا ماشام په کوټه کې یوې خبري غونډې ته وکړه.

پر دې مهال د بلوچستان نېشنل ګوند عوامي ډلې له لوري هم په صوبه کې د جام کمال د حکومت جوړولو ملاتړ اعلان شو. عوامي نېشنل ګوند او هزاره ډیموکراټیک پارټي مشرانو د بلوچستان عوامي پارټي ملاتړ اعلان کړی دی.