په هنر کې منافقت نه چلېږي: ارشد علي

د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د دې اوونۍ د خپرونې مېلمه مو له پېښوره ځوان سندرغاړی او موسيقار، ارشد علي وو.

دی له يوې هنري کورنۍ څخه دی او پلار يې، استاد غلام علي په پښتو سندرو کې د اکورډين په غږولو سره نوم ګټلی دی.

ارشد علي دا مهال هم په پېښور کې د موسيقۍ د ثبت يوه سټوډيو لري او وايي، عصري ټېکنالوجي پکې کاروي.

نوموړی وايي، ټوله توجه يې د سټوډيو کارونو ته ورکړې او غواړي معياري موسيقي جوړه کړي.

د ارشد علي دا خبرې او جوړې کړې سندرې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

خپرونه دلته واورئ