چېف جسټس د ريټايرډ پوځي مشرانو بهرنيوو ملازمتونو سپيناوی غوښتی

د پاکستان سپريم کورټ وداني

د سپریم کورټ چیف جسټس میا ثاقب نثار په مشرۍ یو درې کسیزه بینچ د دفاع سکتر ته ویلي چې په بهر هیوادونو کې د پوځ د پخواني سرلښکر جنرال راحیل شریف او د استخباراتي ادارې د پخواني مشر جنرال شجاع پاشا د ملازمتونو په اړه دې عدالت ته سپیناوی وکړي.

چیف جسټس میا ثاقب نثار د چارشنبې په ورځ په دې خبره خپله حیرانتیا وښوده چې څنګه د پوځ پخواني سرلښکر جنرال راحیل شریف او د آیي ایس آيي پخواني مشر جنرال شجاع پاشا د پوځ نه د ریټایرکیدو سمدستي وروسته په بهر هیوادونو کې ملازمتونه واخیستل.

د چیف جسټس په مشرۍ یو درې کسیزه بینچ د دفاع سکتر لیفټننټ جنرال ضمیرالحسن ته ویلي چې په دغه اړه د حکومت له خوا ورکړل شوی اجازت نامه دې عدالت ته وړاندی کړي.

یو لوړ پوړي حکومتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي چې د وفاقي حکومت او پوځ د قوانینو تر مخه سرکاري ملازمین د ریټایر کیدو نه وروستو باید دوه کاله لازمي انتظار وکړي او که کوم ملازمت کول غواړي نو لومړی به د وفاقي حکومت اجازه اخلي.

په دغه اړه د پیښور هايي کورټ یو وکیل شهاب خټک وايي: ((تر دوه کلونو پورې یو سرکاري ملازم او په خاص توګه پوځي مشران د ریټایر کیدو نه وروسته ملازمت نه شي کولی. د پوځ سرلښکر او د ایي ایس آي د مشر چوکۍ ډیرې حساسې دي او د دوی لپاره ددې شرط پابندي کول ډیره لازمي وه. خو له بده مرغه زمونږ په ملک کې ددې قوانینو د اطلاق نه هم یوه ټوقه جوړه شوی ده.))

سپریم کورټ همداراز د سرکاري ملازمینو او ججانو د غبرګ شهریتونو په اړه د مقدمې د اوریدنې په اړه ۲۷ ملازمینو ته ویلي چې د خپلو غبرګو شهریتونو په اړه وضاحت وکړي. د دفاع سکتر عدالت ته ویلي چې په پوځ کې کوم چارواکې د بهر هیوادونو شهریت نه لري.

بلخوا اټارني جنرل خالد جاوید خان عدالت ته سپیناوی کړی چې وفاقي حکومت د کوم بهرملکي ملازمت اخستو لپاره سرکاري چارواکیو ته اجازه ورکولی شي.

په دغه اړه د پاکستان د پوځ یو پخوانې بریګیډیر محمود شاه مشال ریډیو ته وویل: ((په ډیر ځانګړو حالاتو کې وفاقي حکومت اجازه ورکولی شي. دا د معمول خبره نه ده خو په ځيني حالاتو کې حکومت اجازه ورکړي. لکه د جنرال راحیل شريف په معامله کې د سعودي عرب سره د اړیکو خرابیدو ویره وه نو هغه ته اجازه ورکړل شوه او هغه پوځ نه دی لیږلی.))

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د استخباراتي ادارې ایي ایس آيي مشر جنرال شجاع پاشا د پوځ سره د خپلې نوکرۍ د وخت ختمیدو نه څو ورځې وروستو په متحده عرب اماراتو کې ملازمت اختیار کړ او د پوځ پخوانې سرلښکر جنرال راحیل شریف په سعودي عرب کې د پوځي ایتلاف مشر وټاکل شو.