د پاکستان حکومت ویلي دي چې د ترهګرۍ د تمویل او ناقانونه پیسو د سپینولو مخنیوي ټول اقدامات کوي.
د پاکستان دولتي راډیو وايي، د اګست پر دویمه د ملي انتظامي کمېټۍ یوه غونډه وشوه چې مشري یې د مالي چارو لنډمهالي وزیرې ډاکتر شمشاد اختر کوله.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د پاکستان د ادارو ترمنځ د همغږۍ په زیاتوالي سره به د ترهګرۍ د تمویل او د پیسو مینځلو مخنیوی کوي.
په غونډه کې د کورنیو او قانوني چارو وزیرانو ترڅنګ د پاکستان د دولتي بانک مشر، د بهرنیو چارو وزارت او د ترهګرۍ د مخنیوي ادارې (نېکټا) چارواکو هم ګډون وکړ.
دولتي راډیو زیاتوي چې پاکستانیو چارواکو د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې (اېف اې ټي اېف) د سپارښتنو د عملي کولو په اړه هم بحث وکړ.
یادې ادارې د جون په پای کې پاکستان د ترهګرۍ تمویلوونکو هېوادونو د څار په خړ لېسټ کې واچاوه.