ناصرالملک : د ګلګت بلتستان د سکول سوځوونکو ضد دې ګامونه واخیستل شي

د پاکستان نګران وزیراعظم ناصرالملک

د پاکستان نګران وزیراعظم ناصرالملک د ګلګت بلتستان په چیلاس کې په سکولونو د بریدونه غندلي او په برید کې د ککړو کسانو پر ضد يي د قانوني کاروایۍ حکم ورکړی دی.

د جمعې په شپه د خیبر پښتونخوا کوهستان سره په پوله د ګلګت په دیامیر ضلعه کې ناپیژندل شویو کسانو په سکولونو بریدونه کړي وو او د دولسو سکولونو تعمیرونو ته يي زیان رسولې وو. تراوسه کومې وسله والې ډلې د برید ذمه واري نه ده منلی.

بل خوا د پاکستان چیف جسټس ثاقب نثار هم سوموټو اخستې او په دغه اړه له حکومت او د ازاد کشمیر او ګلګت بلتستان د چارو د سکتر نه راپور غوښتې دی.

د یادونې وړ ده چې په خیبر پښتونخوا او تړلو قبایلي سیمو کې هم د وسله والو په بریدونو کې په سلګونو تعلیمي ادارې له مینځه تلي دي چې ډیر په کې د جینکو سکولونه وو.