تحریک انصاف به په واک کې د خپلمنځیو لانجو ښکار شي. شېرپاو
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شيرپاو وايي چې د جولای ۲۵ مې انتخاباتو کې پښتانه سياستوالان په داسې حال کې له پارلېمانه بهر ساتل شوي چې د افغانستان حالات خراب دي او هم دغه شان پخوانۍ فاټا په خېبر پښتونخوا ورګډه کړل شوې ده.
په انتخاباتو کې پخپله افتاب شيرپاو، د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفنديار ولي خان، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی، د جميعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن او د جماعت اسلامي مشر سراج الحق خپلې خپلې څوکۍ بايللې وې.
دوی ټول پر انتخاباتي کميشن، پوځ او نګران حکومت تورپورې کوي چې په انتخاباتو کې يې د تحريک انصاف په حق کې درغلي او داندلي کړې ده خو کميشن، پوځ او حکومت دا تورونه ردوي.