پي ټي ای محمود خان د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر لپاره ونوماوه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پاکستان تحریک انصاف د خېبر پښتونخوا د اعلا وزیر څوکۍ لپاره له سواته د صوبايي اسمبلۍ غړی محمود خان نومولی دی. له مشال راډيو سره په خبرو کې محمود خان ادعا وکړه چې دا ځل به یې د تېر صوبايي حکومت په پرتله کارکردګي زیاته ښه وي ځکه چې په مرکز کې به هم د پاکستان تحریک انصاف حکومت وي.