نصر الله: ډېر ژر به په شام کې د بریا جشن ولمانځو

د لبنانۍ ملېشې حزب الله مشر سید حسن نصرالله

د ایران پلوې لبنانۍ ملېشې حزب الله مشر سید حسن نصرالله ویلي چې ډله یې تر پخوا ډېره پیاوړې شوې ده.

سید حسن نصرالله دا خبره د سه شنبې په ورځ په بېروت کې پر ټېلیویژن په خپره کړې یو ویډیويي وینا کې کړې ده.

نوموړي ویلي د امریکا پر بندیزونو سربېره به ‌ډېر ژر د شام په جګړه کې د بریا جشن ولمانځي.

حزب الله ملېشه په شام کې د ولسمشر بشارالاسد د ځواکونو په ملاتړ کې جګړه کوي.

د شام په جګړه کې تر څلور لکه زیات کسان وژل شوي دي.