پېښور: د یوه نرښځي د وژنې په تړاو دوه تنه نیول شوي

په پېښور کې د نرښځیانو احتجاج.

د اګست پر۱۶مه د پېښور په باړه ګېټ کې ناصر الیاس عرف نازو نومې د یو نرښځی د وژنې په کېس کې ککړ دوه کسان نیول شوي دي.

په پېښور کې د پشتخرې تاڼې محرر مشال راډیو ته وویل چې د نیول شويو کسانو اېف ای ار هم درج شوی دی.

نوموړي وايي، د اګست پر۱۶مه د نرښځي نازو مړی په یوې بورۍ کې د وړلو پر مهال یې دغه دوه کسان نیولي چې اوس له هغوی څخه پلټنې روانې دي.

پر نرښځیانو تشدد او وژنې دا لومړي پېښه نه ده څو ورځې وړاندې هم په پېښور کې نامالومه کسانو په درې نرښځیان برید کړی وو.

د خېبر پښتونخوا د نرښځیانو د حقونو او خېرښېګړې لپاره کارکونکې اداره ټرانس اېکشن پاکستان وایي سږ کال اته نرښځیان وژل شوي دي او په خېبر پښتونخوا کې له ۲۰۱۵م کال څخه تر اوسه د وژل شویو نرښځیانو شمېر ۶۱ تنو ته رسېږي.

د یادې ادارې مشر قمر نسیم وایي، د نرښځيانو پرضد سږ کال ۴۸۷ د تشدد پېښې هم درج شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې دا وخت په مختلفو عدالتونو کې د نرښځیانو ۴۴ کېسونه روان دي خو له بده مرغه په یو کېس کې هم لا چاته سزا نه دې ورکړل شوي.

قمر نسیم زیاته کړه په حکومتي کچ د نرښځيانو د خېر ښېګړې او د دوی حقونو په اړه په سمه توګه کار نه دې شوي.

پر نرښځیانو تشدد او د وژنې کېسونه مخې ته راتلو وروسته نرښځیانو له حکومته د تحفظ غوښتنې مخې ته راغلي خو د نرښځیانو د حقونو مبارزه کوونکو په وینا چې حکومتي چارواکي هم د دوی معامله سنجیدګۍ سره نه اخلي.