په بلوچستان کې واکمن اتحاد د اسمبلۍ د سپیکر مرستیال یو داسې کس منتخب کړی دی چې نه یوازې په لومړي ځل اسمبلۍ ته رسېدلی بلکې عمر یې هم یوازې ۲۸ کاله دی.
دا ځوان سیاستوال سردار بابر خان موساخېل نوموړي چې تعلق یې له پاکستان تحریک انصاف سره دی.
نوموړی د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې له دوو ډېرو شاته پاته ګڼل کېدونکو ضلعو موساخېل او شېراني څخه د اسمبلۍ غړی منتخب شوی دی.
زموږ همکار بوریوال کاکړ له سردار بابر خان موساخېل سره مرکه کړې او په پیل کې یې ورڅخه پوښتلي چې د سیاست پیلولو وجه یې څه وه؟
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.