په پېښور کې د اګست پر ۱۷مه د پېښور های کورټ لخوا د درغلیو په تورونو د عدالتونو پینځه ججان له دندو ګوښه شوي دي پکې یوه ښځه هم شامله ده.
دوی د اګست پر ۱۸مه د پېښور د خبریالانو په مرکز کې تر خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل، ورباندې پورې شوي تورونه ناسم دي او هېڅ ثبوت نشته.
دا چې پر دوی څه ډول تورونه دي او د دوی د لرې کولو قانوني لاره څه ده نو یو بل جج شکیل الرحمان وایي،"تر اوسه ورته مالومه نه ده چې په څه وجه یې لرل کړی دی."
امجد مخدوم چې هم په دغې تور تېر کال له نوکرۍ لرې کړل شوی وایي چې تر اوسه یې په اړه فیصله نه ده شوې او زیاتوي:
"د پاکستان دغه ستر عدالت دا اداره پخپله بدناموي."
د دې ججانو په وینا، تېر کال هم په دغې تورونو پېښور های کورټ د صوبې شاوخوا ۱۰ججان له دندو لرې کړي ول خو لا تر دې دمه عدالتونو کې مقدمې روانې دي.
بلخوا د پېښور های کورټ عدالت اعلامیې وايي، دغه ټول ججان په درغلیو او بډو رشوتونو او ناسم چلن کې ککړ ول ځکه یې پرضد قانوني کارروايي شوې ده.