د پاکستان د بهرنیو چارو نوی وزیر له کابل سره تعلقات ښه کول غواړي

شاه محمود قریشي وايي، اسلام اباد او کابل یو بل ته اړتیا لري

اسلام اباد - د پاکستان د بهرنیو چارو نوي وزیر ویلي، له افغانستان او هند سره تعلقات ډېر ارزښتناکه دي او په نېږدې راتلونکې کې به له دواړو هېوادونو سره د اړیکو ښه کولو هڅې وکړي.

شاه محمود قریشي د اګست پر ۲۰مه د خپلې دندې تر لوړې وروسته، په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت په ودانۍ کې خبریالانو ته وویل، د پاکستان امنیت په افغانستان کې له سولې او ثبات سره تړلی دی.

ده وویل، په کابل کې له خپل سیال صلاح الدین رباني سره تر رابطې وروسته د افغانستان د سفر خواهش لري.

قریشي وویل، غواړي له افغانستان سره د خپل هېواد د تېر وخت ترینګلتیا هېره کړي او د ښو اړیکو نوی باب پرانیزي.

له تېرو څلورو کلونو راهیسې، د اسلام اباد او کابل تعلقات کله ښه او کله خراب پاتې شوي دي.

قریشي وویل، افغان ولس ته ویل غواړي چې دواړه هېوادونه یو بل ته اړتیا لري.

خو خبریال او د سیاسي چارو شنونکی اقبال خټک وايي، د قریشي څرګندونې پر خپل ځای، په پاکستان کې د بهرنیو چارو تګلاره د پوځي اېسټیبلېشمنټ په لاس کې پاتې شوې نو که د پاکستان نوی حکومت د خپلې واکمنۍ په پیل کې له کابل سره د اړیکو پر سمولو ټینګار کوي نو داسې ښکاري چې پوځ هم دا کار غواړي.

د څه د پاسه یو کال تر ترینګلو اړیکو وروسته، د روان کال په جون کې افغان او پاکستانیو چارواکو د اسلام اباد او کابل سفرونه وکړل او د ستونزو د هواري لپاره یې کاري ډلې جوړې کړې.

خو تېره اوونۍ پر غزني ښار د وسله والو تر برید او تر نښتو وروسته افغان ولسمشر اشرف غني پر پاکستان ټینګار وکړ چې خپلې ژمنې عملي کړي.

پاکستان په بیا بیا ویلي چې په افغانستان کې دایمي سوله غواړي خو کابل وايي چې اسلام اباد دې په دې برخه کې د عملي اقدامات وکړي.