د افغانستان په پکتیا او پکتیکا کې د شمالي وزیرستان کډوالو له پاکستاني حکومته غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې یې د ستنولو بندوبست وکړي.
دې کډوالو د اګست پر ۲۱مه د اختر پر مهال له مشال راډیو سره خبرې وکړې.
د شوال شادم خان وايي، څلور کاله وشول چې په اختر کې یې خپلوان نه دي لیدلي.
د پاکستان حکومت په څو مرحلو کې له افغانستانه د وزیرستان کډوال ستانه کړي دي خو د دوی د تازه غوښتنو په اړه یې لا څه نه دي ویلي.